
کابل ټيليګراف، کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د مارچ اتمه چې په ټوله نړۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځ سره برابره ده او هر کال دا ورځ په ټوله نړۍ کې ښځو ته د درناوي په پار لمانځل کیږي افغان ښځې یې په داسې حال کې لمانځي چې د طالبانو د حکومت لاندې دوي د زده کړو کار او یو شمیر نورو حقونو بې برخې دي.
په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې د ښځو فعالانو دغه ورځ لمانځلې، د ښځو د حقونو یو شمیر ښځینه فعالانو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو په وړاندې مبارزې کې یوازې دي او ټولې نړۍ تر مخ اوړولی، دوي پر ملګرو ملتونو او د بښنې په نړیوال سازمان هم نیوکه کړې چې له دوي سره یې په دې مبارزه کې هیڅ مرسته نه ده کړې.
یادو ښځینو د اعتراض په ډول په خپلو لیکلو شعارونو کې ملګرو ملتونو او د بښنې نړیوال سازمان ته لیکلي یوازې علامیه او خبرې ناستې بسنه نکوي او باید عملي اقدامات ترسره شي او زیاته کړې یې ده چې د نړیوالو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان چپ پاتې کیدل د بشر حقونو ډیموکراسۍ او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې اصل ته زیان رسوي.
په ورته مهال اسلام اباد کې هم د ښځو یو شمیر فعالانو او ښځینه خبریالانو د دې ورځې د لمانځې په پار ویلي د طالبانو په وړاندې به د دوي خپلې مبارزې تر هغې دوام ورکړي تر څو یې چې له طالبانو خپل حقوق نه وي ترلاسه کړي.
دوي طالبان په جنسیتي نابرابر ترون کړل او په خبره یې چې طالبان ښځو ته هیڅ راز درناوی نلري.