
کابل ټيليګراف، کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او عصري تجهیزاتو ته اړتیا لري.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خپرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ایران له سفیر، علیرضا بیکدلي سره ولیدل.
په خپرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او دوه اړخیزو همکاریو اړوند خبرې وشوې.
جلالي ویلي، چې د افغانستان د روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لري، او باید ایران په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر تر دې مخکې له چین څخه هم ورته غوښتنه کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په ډېرو لرې پرتو سیمو کې خلک روغتیايي خدمتونو او عصري وسایلو ته لاسرسی نه لري.