لوبې
چمپینز ټرافي؛ پایلوبه یې نن د هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره کیږي.

( کابل ټيليګراف (کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د چمپنز ټرافۍ یا د اتلانو جام سیالیو پایلوبه نن د هندوستان او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کې ترسره کیږي د دواړو هیوادنو لوبډلمشرانو ویلي د پوره امادګۍ سره به میدان ته ښکته شي او تر ډيره په کوشش وکړي چې خپل مینه وال نهیلی نه کړي.
د کرکټ یو شمیر څارونکي وايي چې د لوبډلو جوړښت ته په کتو سره به لوبه خوندوره وي او له مخکې به وړاندینه سخته وي چې ګټونکې لوبډله دې څوک وټاکي.
که نیوزیلنډ دا سیالۍ ګټې نو دوهم ځل او که هندوستان یې ګټې نو د دریم خل لپاره به د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
دغه سیالۍ د دوبۍ پر وخت د سهار په نهو بجو پیل شي.