افغانستانخبرونه

د بلخ د علماوو شورا د رئیس په مشرۍ یو ۹ کسیز پلاوي ازبکستان ته تللی

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۷– ۱۴۰۳ لمريزکال )

بلخ کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د علماو شورا د رییس په مشرۍ یوه ۹ کسیز پلاوي ازبېکستان ته سفر کړی او د هغه هېواد له چارواکو سره یې غونډه کړې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ په دغه غونډه کې د مشترک بازار، ټرانزیټی وسایطو ته د اجازې ورکولو، د مشترک بازار روغتون ته په پېژندپاڼه د بېړنیو ناروغانو وړلو اجازې او د ویزې د صدور په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.

په دغه غونډه کې د یادو نورو ورته مسایلو په اړه دواړو لورو یو لړ پرېکړې کړې هم کړې دي.