
( کابل ټيليګراف (کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د هندوستان د کرناټکا ایالت د کوپال په انیګونډي سیمه کې د درې تنو موټر سایکل سپرو له لورې په یوې اسرائیلۍ سیلانۍ او د هغې په هندي همکارۍ ډله ییز جنسي تیری شوی.
پولیس وایي، دغه پېښه وړمه شپه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې ۴ سیلانیان چې په کې یو امریکایي سړی، یوه اسرائیلۍ ښځه او دوه هندي نارینه له خپلې هندي لارښودې سره د تونګابهادرا کانال ته نږدې د ستورو لیدو په موخه را ټول شوي وو.
هندۍ میرمنې ویلي، درې موټر سایکل سپاره د دوی خوا ته په ورتګ له دوی سل هندي کلدارې غوښتې وې، چې د نه ورکولو له امله یې پر دوی برید وکړ، چې درې نارینه سیلانیان یې د اوبو کانال ته ور وغورځول.
هغې زیاته کړې، کانال ته غورځیدلو څخه دوه تنو یې ځان ژغورلی، خو یو تن د کانال په اوبو کې مړ شوی، چې له دې چارې وروسته بریدګرو پر اسرائیلۍ میرمنې او هندۍ لارښودې باندې ډله ییز جنسي تیری وکړ.
د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ د جنسي تیري وروسته غلو له میرمنو ۹۵۰۰ روپۍ او دوه مبایلونه هم تښتولي.
د دغه قضیې په تړاو پولیسو دوه تنه نیولي او د نورو د نیولو هڅې جریان لري.