
( کابل ټيليګراف (کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار اړوند ایران قونسلګرۍ ته څېرمه طالبانو څو کسان وهلي چې له ډلې یو ځوان د سختو ټپونو له امله وروسته ساه ورکړې.
سرچینې وایي، دغه ځوان د فاریاب د المار ولسوالۍ چغاتک کلي اوسیدونکی دی او عطاءالله نومیده، چې د قونسلګرۍ مخې ته طالبانو سخت وهلی وو، خو وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.
ویل کیږي، دغه ځوان د ایران قونسلګرۍ ته د ویزې اخیستو په موخه ورغلی وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.