خبرونهنړۍ

حماس د مذاکراتو لپاره خپل درې شرطونه اعلان کړل

( کابل ټيليګراف (کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم اعلان وکړ چې د اوربند د دوهم پړاو د پیل لپاره له منځګړو سره خبرې اترې روانې دي.

د حماس ویاند په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې حماس د خبرو اترو لپاره درې اساسي شرطونه وړاندې کړي چې په کې د بنديانو د تبادلې د تړون پلي کول، له غزې تړانګې څخه د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل او د جګړې د بيا نه پيلولو لپاره د اسرائیلو ژمنې عملي کول دي.

د حماس ویاند زیاته کړه چې په خبرو اترو کې پرمختګ د منځګړو سره د چلند په برخه کې د اسرائیلو لوري په جديت پورې اړه لري.

په دې اړه د حماس یو لوړ پوړي مشر محمود مرداوي هم وویل چې د منځګړو لخوا د پیغامونو ترلاسه کولو په اړه خپاره شوي راپورونه چې ښیي حماس په غزه کې لنډمهاله اوربند منلی دی په بشپړ ډول دروغ دي.

هغه ټینګار وکړ چې موږ د اوربند تړون ته لکه څنګه چې لاسلیک شوی ژمن یو او خپل دریځ به بدل نه کړو.