ارزګان کې یو کس خپله لور د ۱۲ میلیونه افغانیو په بدل ۷۲ کلن کس ته ورکړې

( کابل ټيليګراف (کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ارزګان ولایت په چهارچېنو ولسوالۍ کي یوه کس خپله کم عمره لور د ۱۲ میلیونه افغانیو په بدل کې یوه ۷۲ کلن کس ته ورکړې ده.
یوې سرچینې کابل ټلیګراف ته وویل: یاد کس اصلي د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکي دي او دا یی دریمه نکاح ده.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف سره هغه غږ هم شریک کړ، چې په کې د طالبانو امرباالمعروف د پېښې د تائیدۍ ترڅنګ د نجلۍ د رضایت خبره کوي.
تر دې وړاندي هم په دې ولسوالۍ کي یو کس خپله لور په نهه میلیون پاکستانیو کالدارو پلورلې وه.
په افغانستان کې د ښځو حقونه له اوږدې مودې راهیسې له ګڼو ننګونو سره مخ دي. که څه هم د تېرو دوو لسیزو په جریان کې ښځو ته د زده کړو، کار او عامه ژوند په برخو کې ډېر فرصتونه برابر شوي ول، خو واک ته د طالبانو له رسیدو سره هغه ټولې هیلې اوبو یوړې.
د طالبانو دودیزو محدویتونو او ټولنیزو باورونو ښځې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړې. د تېر جمهوریت پرمهال د افغانستان د اساسي قانون، اسلامي ارزښتونو او نړیوالو بشري قوانینو له مخې، ښځو د زده کړو، کار، او ټولنیز فعالیت حق درلود، کوم چې اوس د ښځو لپاره په یو خیال بدل شوي او له د طالبانو لخوا د پراخ جنسیتي تبعیض سره مخ دي.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د رسیدو وروسته د ښځو پر وړاندې محدودیتونه په بې ساري ډول ډېر شول. د ښځو د زده کړو بندیدل، د کار کولو مخنیوی، د محرم پرته د سفر کولو بندیز، د عامه تفریح له حق څخه محرومیت، او د جبري حجاب په څېر مقررات د هغوی پر ژوند ډېر منفي اغېز کړی.
طالبانو د ښځو د حقونو پر وړاندې د خپلو سختدریزې پالیسیانو څخه دفاع کوي خو دا اقدامات نه یوازې د افغانستان د ښځو راتلونکی تیاره کوي، بلکې د ټولنې پر اقتصادي، ټولنیز او سیاسي وضعیت هم ژور منفي اغېز لري. د دې ظلمونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې، د ښځو د حقونو مدافعینو او افغان ولس چوپتیا د لا ناوړه وضعیت لامل ګرځېدلی.
ډېری افغان میرمنې په دې باور دي چې که د دې ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات ونهشي، نو د افغانستان نجونې به د لا زیات استثمار، زور زیاتي او محرومیت ښکار شي.