
کابل ټيليګراف، کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال
په نورستان کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې سیند ته د یو موټر غورځېدو پېښه کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپيان دي.
په نورستان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د برګمټال په ولسوالۍ کې شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سیمه کې یو ډاډسن موټر هغه مهال سیند ته وغورځېد چې پل مات شو.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپيان دي.