
کابل ټيليګراف، کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د ارجنټاین په باهیا بلانکا ښار کې له سختو ورښتونو وروسته د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۶ تنو ژوند بایللی.
د اسوشېټېډ پرېس د راپور لهمخې د یاد هېواد د ژغورنې ډلې د لسګونو ورک شویو کسانو په لټون بوختې دي او شاوخوا ۱۵ سوه کسان یې له دې ښار څخه ایستلي دي.
یادو ایستل شویو کسانو کې د یوه ځایي روغتون ناروغان هم شامل دي.