
کابل ټيليګراف، کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال
په تورخم کې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو جرګه هم بېپایلې ختمه شوې او تورخم لار د شاوخوا دوو اونیو راهیسې لا هم د هر ډول تګ او راتګ لپاره تړلې ده.
پاکستان دوه اونۍ مخکې دغه لار د طالبانو له لوري د یوې پوستې جوړولو په غبرګون کې وتړله.
له هغه وروسته د طالبانو او پاکستاني چارواکو څلور ناستې وشوې، خو پایله یې نه درلوده.
یوې باوري سرچېنې کابل ټيليګراف ته وویل، تېره ورځ د دواړو غاړو قومي مشرانو او سوداګرو ترمنځ ناسته شوې وه، څو د تورخم لارې د خلاصون لپاره یوه پرېکړه وکړي، خو دغه غونډه هم بېپایلې ختمه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د یادې لارې تړل کېدو له امله په میلیونونو ډالر زیان افغان سوداګرو ته اوښتی او ګڼ شمېر ناروغان او خلک یې هم له ستونزو سره مخ کړي.