افغانستانخبرونه

فراه کې د ماین چاودنې له امله درېیو کسانو مرګ‌ژوبله اوښتې

( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په فراه ولایت کې طالب چارواکي وایي، د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یوه زاړه ماین چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

په فراه کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه نن غرمه مهال په دهک سیمه کې شوې ده.

هغه وویل چې دغه ماین په کور کې چاودنه کړې او له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

زاړه ماینونه تل له خلکو قرباني اخلي او څه موده مخکې هم د فراه ولایت اوبونصر بندر سره نږدې د یوه زاړه ماین چاودنې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.