
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ټولنیزو رسنیو پر شبکو خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، د هند بالستیک توغندیو د پاکستان د رحیم یارخان هوايي ډګر ته زیان اړولی او په دې سیمه کې یې لویه کنده جوړه کړې.
را پورونه وایي، دې برید د هوايي ډګر یو شمېر برخو ته د پام وړ زیانونه اړولي دي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې برید په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
په همدې حال کې د عراق لومړي وزیر د هند او پاکستان ترمنځ د پیل شوې جګړې له امله پاکستان ته د روزنې به موخه لیږلې خپل ۵ سوه سرتېرې په عاجل ډول خپل هېواد ته وغوښتل.
بلخوا د پاکستان لومړی وزیر وایي، په وروستیو ۱۲ ساعتونوکې د هند بریدونو له امله کشمیر کې ۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان شوي.
په همدې حال کې د هند پوځ وایي، د پاکستان له لورې په هند د نن ورځې حملو په ترڅ کې د یو افسر په ګډون ۵ هندیان وژل شوي دي.