
( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
طالبان وایي چې د ۱۵ زرو نایابو حیواناتو چې له ګواښ سره مخامخ وو، د قاچاق مخنیوی یې کړی دی.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي چې په روان کال کې په افغانستان کې د ۱۵ زرو څخه زیاتو مرغانو او وحشي حیواناتو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
له دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې بهر ته د افغانستان د نایابو ډولونو د قاچاق مخه به ونیسي.
د دې ادارې مسوولین وایي چې مرغان او وحشي حیوانات، لکه باز، مردارخور، یږ او نور ډولونه، د درملنې وروسته بېرته طبیعت ته خوشې شوي دي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې مشر حامد صافي وویل: «هغه راپورونه چې له ولایتونو څخه موږ ته رسېدلي، ښيي چې په ۱۴۰۳ کال کې نږدې ۱۵,۳۱۳ مرغان او حیوانات له قاچاقچیانو څخه ضبط شوي او بېرته طبیعت ته ازاد شوي دي.»
افغانستان د خپل متنوع او بډایه طبیعت له امله د ډېرو نادرو حیواني ډولونو کور دی.