افغانستانخبرونه

په ایران کې د افغانانو لپاره د بریښنایي تذکرې صادرول پیل کیږي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي چې ډېری افغانان د هویت اسناد نه لري، اوس طالبانو ویلي چې په دې برخه کې  اتباعو ته هم  برېښنایي تذکرې  صادرېږي.

د طالبانو د احصایې ادارې ویاند محمد حلیم رافع وایي چې په ایران او پاکستان کې د «برېښنایي تذکرو د وېش مرکز» جوړولو لپاره هڅې روانې دي.

په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان اتباعو لپاره ۹ میلیونه برېښنایي تذکرې  صادرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې راپور ورکړی چې ډېری افغانان د هویت اسناد نه لري.

د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر په ۲۰۱۷ کال کې د جمهوریت په نظام کې پیل شوی او تر اوسه د ۱۵ میلیونو څخه زیاتو افغانانو لپاره صادر شوي، چې ډېره برخه یې د طالبانو په دوره کې ترسره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وایي چې د هویت اسنادو نه لرل اتباع د مهمو خدمتونو ترلاسه کولو څخه محروموي، لکه د ځینو دندو غوښتنه، پاسپورټ یا د موټر چلولو جواز.

جګړې لامل شوي چې په افغانستان کې ډېر لومړني خدمتونه له ځنډ سره مخ شي، ډېری افغانان د هویت اسناد نه لري او په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.