افغانستانخبرونه

طالبانو او د یوان‌اېف‌پي‌اې سازمان له مشر سره د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا خبرې کړي

کابل ټيليګراف – کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان سره په لېدنه کې، د روغتیا په برخه کې د مرستو په غوره مدیریت ، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر کوابینا اسانتي سره ولېدل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د مرستو په غوره مدیریت، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا ، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په مؤثریت او ثابت مراکزو بدلولو ، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مطابق د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او د لمړیتوبونو په اساس د خدماتو تر سره کولو اړوند خبرې تر سره شوې.

یاد وزارت لیکلي، جلالي د روغتیايي خدماتو د لا مؤثریت او مثمریت په موخه د خپلې وینا په ترڅ کې د ګرځنده ټیمونو په ثابت بدلولو ، د عامې روغتیا وزارت د ملي پالیسۍ مطابق خدماتو تر سره کولو او د نړیوالو له لوري د شته مرستو په غوره مدیریت تاکید وکړ.