افغانستانخبرونه

ننګرهار ته تللی کاناډایي سیلاني د اسلام مبارک دین قبول کړی

( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د اډوارډ انډریاس په نوم یو کاناډايي تبعه چې دغه ولایت په سیاحت تللی وو، د اسلام په مبارک دین یې ایمان راوړی او مسلمان شوی دی.

د دغه خبر له مخې؛ نوموړی اوه دیرش کاله عمر لري او ورته اسلامي نوم محمد اکبر اېښودل شوی دی.

محمد اکبر د کاناډا د Vancouver سیمې اوسېدونکی دی، چې د افغانستان مشهورو تاریخي او طبیعي سیمو څخه یې سیاحت کړی دی.

 هغه ویلي، د افغانانو دیني عقیدې، میلمه‌ پالنې او اسلامي اخلاقو یې زړه ته لاره پیدا او اسلام دین ته د داخلېدو پرېکړه یې وکړه.

دې وروستیو کې څو نورو بهرنیو سیلانیانو هم افغانستان ته د سفر پر مهال بېلابېلو ولایاتو کې د اسلام مبارک دین قبول کړی دی.