افغانستانخبرونه

کندز کې یوه رواني ناروغ خپل څلور کلن ماشوم وژلی

 کابل ټيليګراف – کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د کندز امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په امام ولسوالۍ کې په رواني ناروغۍ یوه اخته کس خپل څلور کلن زوی وژلی دی.

د کندز امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس عصبي تکلیف درلود. او پېښه د امام صاحب ولسوالۍ په خروټو سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس د طالبانو له لوري نیول شوی دی.