
( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) یوه پخواني ویاند ویلي دي چې د اسلام آباد اصلي اندیښنه هند سره د افغانستان اړیکې دي او دوی د دې دلیل لپاره په کابل د فشار راوړلو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.
احسان الله احسان ویلي دي چې د طالبانو په اړه د پاکستان پالیسي په خطرناک ډول بدلیږي.
هغه دا ادعا هم وکړه چې هند په کشمیر کې د افراطي وسله والو ملاتړ کوي او د پاکستان پر ضد یې کاروي.
د پاکستان د طالبانو تحریک دغه پخوانی غړی وایي، هند په افغانستان کې له جمهوریت سره نږدې اړیکې درلودې او طالبانو سره یې هم نږدې اړیکې جوړې کړې دي چې اسلام آباد یې اندیښمن کړی دی.
احسان الله احسان ادعا کړې چې د پاکستان حکومت داعش د افغانستان پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه کاروي، خو دا مسله ده اسلام آباد په کلکه رد کړې.
پاکستان وایي، داعش د پاکستان یو له اصلي دښمنانو څخه دی.