خبرونهنړۍ

ډونالډ ټرمپ: امریکایي پوځ مې بیا جوړ کړ

( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران، روسیې او چین د ګډو پوځي مانورونو په ځواب کې چې په نږدې راتلونکي کې به ترسره شي، ویلي دي چې د امریکا پوځي ځواک د دغو هېوادونو په پرتله ډېر دی.

هغه ادعا وکړه چې د دې تمرین په اړه اندیښمن نه دی ځکه چې ما امریکایی پوځ بیا جوړ کړ او اوس ډېر پیاوړی دی.

د یادونې وړ ده چې د چین د ملي دفاع وزارت مخکې اعلان کړی و چې د دوی سمندري ځواکونه به د ایران او روسیې سره یوځای د روان کال په مارچ میاشت کې د ایران په جنوب کې د چابهار بندر ته نږدې ګډ پوځي تمرینات وکړي.

دغه بنسټ پرون اعلان وکړ چې دا تمرین به “د دوه زره پنځه ویشتم کال امنیتي کمربند” په نوم ترسره شيد دې تمرین موخه د درېیو ګډون کوونکو هیوادونو د سمندري ځواکونو ترمنځ د پوځي متقابل باور او د عملي همکارۍ پیاوړتیا ده.