افغانستانخبرونه

تخار کې یو کس یوه ۱۱ کلنه ماشومه وژلې

کابل ټیلیګراف – ۲۱ کب ۱۴۰۳ لمریزکال

په تخار کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بنګي ولسوالۍ کې یوه کس یوه ماشومه وژلې ده.

دغه پېښه تېره ورځ د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ د مغل قشلاق په کلي کې شوې ده.

د تخار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د کورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې او په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کندز کې هم په رواني ناروغۍ اخته یو پلار خپل څلور کلن زوی وژلی و.