لوبې

کریم جنت د ګوجرات لوبډلې سره یو ځای شو

( کابل ټيليګراف (کب ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الرونډر لوبغاړی کریم جنت په ۲۰۲۵ کال ای پي ایل کې د لوبیدو په موخه د خپلې لوبډلې ګوجرات لوبډلې سره یو ځای شو

ګوجرات لوبډلې د نوموړي عکس په خپل فیسبوک پاڼه نشر کړی او هغه ته یې د لوبډلې سره د یو ځای کیدو په موخه هرکلی ويلی دی.

د یادونې وړ ده چې په سږکال ای پي ایل سیالیو کې به کریم جنت او راشد خان د ګوجرات نور احمد د چینايي سوپرکینګ عظمت الله عمرزی د پنجاب کینګز مجیب الرحمن د ممبي انډينز او رحمن الله ګربز د کلکتې لوبډلې  لپاره سیالۍ ترسره کړي.