
کابل ټیلیګراف – ۲۱ کب ۱۴۰۳ لمریزکال
د طالبانو او عمان بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره په پلازمېنه مسقط کې وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا مفصلې خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي.
متقي په دغه لېدنه کې عمان ته د افغان توکو د صادراتو زمینه برابرول، د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې پیلېدل او د اړوندو اسانتیاوو رامنځ ته کول یې د لومړیتوبونو په توګه یاد کړي چې ګډ کار به ورباندې کوي.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي غواړي له افغانستان سره، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او نوموړي له افغانستان سره د خپل هېواد د اړیکو پیاوړتیا ته هیله وښوده.