افغانستانخبرونه

فراه ګمرک کې د څلور هنګرونو جوړېدو چارې پشپړې شوې

کابل ټیلیګراف – ۲۱ حوت ۱۴۰۳

د طالبانو مالیې وزارت وایی، د ۷۱ میلیون افغانیو په لګښت د فراه ولایت په ګمرګ کې د څلورو هنګرونو جوړېدو چارې بشپړې شوې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هنګرونه د ابو نصر فراهي په ګمرګ کې جوړ شوي دي.

سرچېنې لیکلي چې د یادې پروژې پیسې د مالیې وزارت له بودیجې ورکړل شوي دي.

مالیې وزارت لیکلي، هر یو هنګر به په یوه وخت کي د (۵۰۰۰) میټریک ټنه توکو د ځایېدو ظرفیت ولري، چي په جوړېدو سره به یې سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کي ګڼي اسانتیاوي رامنځته شي.