افغانستانخبرونه

د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون په تورخم کې پر خبریالانو ډزې وغندلې

( کابل ټيليګراف (کب ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره په تورخم ښارګوټې کې د پاکستاني ځواکونو له خوا پر درېیو افغان خبریالانو ډزې کول وغندل.

دې فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې رسنۍ باید د خبریالانو خوندیتوب د دوی د دندې پر مهال تضمین کړي. 

د طالبانو د حریت راډیو خبریال عزیزالله حسني، د پژواک انځور اخیستونکی ولي‌محمد شینواری او د شمشاد تلویزیون خبریال هدایت الله هدایت په تورخم ښارګوټې کې د را پور جوړونې پر مهال د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې ټپيان شوي وو.

دا پېښه پنځه ورځې وړاندې د طالبانو جنګیالیو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې رامنځته شوې وه. 

د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون ویلي چې دا خبریالان د درملنې لپاره د ننګرهار ولایت روغتون ته لېږدول شوي دي.