
کابل ټیلیګراف – ۲۱ حوت ۱۴۰۳
لوګر د طالبانو امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې یې یو اندازه وسلې او مهمات نیولي دي.
لوګر کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وسلې د محمدآغې په ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې په نیول شویو توکو کې ۷ توفنګچې او ۴ مېله ښکاري توپکونه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په بغلان ولایت کې هم ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوی وو.