افغانستانخبرونه

لس هېوادونه: د طالبانو مشران دې ونیول شي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لس غړو هېوادونو د طالبانو د مشر، د دې ډلې د سترې محکمې د رئیس د نیولو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې د حکم ملاتړ وکړ.

د فرانسې، بریتانیا، یونان، سویلي کوریا، ډنمارک، پاناما، سلوانیا، سیرالیون او ګیانا هیوادونو پرون په یوه اعلامیه کې د طالبانو له لوري کېدونکی جنسیتي تبعیض په کلکه غندلی دی.

دغو هېوادونو زیاته کړې چې طالبانو له ۸۰ زیات داسې فرمانونه صادر کړي دي، چې ښځې یې له ټولنیز ژونده اېستلي او په نښه کړي دي.

د نهو هېوادونو استازو د طالبانو دامر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون او په روغتیايي موسسو کې د نجونو پر زده کړو بندیز د ښځو او نجونو پر تګ راتګ او د بیان پر آزادۍ د محدودیتونو په توګه یاد کړی دی.

یادو شویو هیوادونو دغه راز د یوناما د ماموریت له غځېدو هم خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې نږدې ۲۰ هېوادونو له بشري حقونو د طالبانو د سرغړونې قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کړې وه.