
کابل ټیلیګراف – ۲۱ حوت ۱۴۰۳
د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې وسلهوالو پر یوه رېلګاډي برید کړی، شپږ پاکستان پولیس یې وژلی او د امنیتي ادارو اړوند لسګونه نور کسان یې یرغمل کړي دي.
د پاکستان د وياواې ډیوه د راپور له مخې، د بلوڅانو د خپلواکۍ غورځنګ په نوم یوې ډلې په یوې اعلامیې کې د برید مسئولیت اخیستی او ویلي يې دي چې د سبۍ په سیمه کې یې د ریل پټلۍ په بمونو الوځولې او یو ریل ګاډی یې ایسار کړی دی.
راپور کې راغلي چې په دغه اورګاډي کې ۴۵۰ مسافر سپاره وو.
مشال راډیو بیا لیکلي چې په دغه برید کې شپږ پولیس وژل شوي دي.
سرچېنې د بلوڅانو غورځنګ د اعلامیې له مخې لیکلي چې یادو وسلهوالو عام مسافر خوشي کړي او سل کسان چې له امنیتي ادارو سره یې دندې درلودې یرغمل کړي دي.