خبرونهنړۍ

پاکستان تائید کړه، چې امریکا یې یو سفیر دغه هېواد ته له ننوتلو منعه شوی

( کابل ټيليګراف (کب ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تائید کړه، چې د ترکمنستان لپاره د پاکستان ټاکل شوی سفیر، د امریکا د ننوتلو پر مهال منعه شوی دی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه سفیر احسن واګن نومیږي او په ترکمنستان کې د پاکستان د سفیر په توګه ټاکل شوی وو.

دغه وزارت زیاته کړې، یاد سفیر پخپل شخصي سفر امریکا ته تللو، چې دغه هېواد ته داخلیدو څخه منعه شوی دی.

پاکستان وایي، امریکا څخه د یاد سفیر د بېرته ستنېدو موضوع د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې ده او د قضیې بشپړه څېړنه کیږي.