
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی ګزارشګر ریچارډ بینټ د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د ملکي وګړو وژنې ته په اشارې ټينګار کوي چې افغانستان کې لا ډېر مخنیوي، خوندیتوب او عدالت ته اړتیا ده.
بینټ یاده پېښه د تأسف وړ بللې، د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او ویلې یې دي چې افغانستان کې لا هم مذهبي اقلیتونه له جدي ګواښ سره مخ دي.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي «مذهبي اقلیتونه لا هم جدي ګواښ سره مخ دي، ټول افغانان حق لري چې په سوله کې عبادت وکړي.»
د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې ۱۰ تنه په یوه خانقاه کې هغه مهال د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو وژل شوي چې د ذکر لپاره راټول شوي وو.
د پېښې مسوولیت د دې خبر د جوړېدو تر وخته کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.