
کابل ټیلیګراف – ۲۲ کب د ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د روزګان غزني، دایکندي، میدان وردګ او بامیانو ولایتونو د هزاره قوم له مشرانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې نوري ویلي، اسلامي امارت د ولسونو ترمنځ د یووالي لا ټینګښت خپله فریضه بولي او کوښښ کوي، چې تر یوه چتر لاندې یې را ټول کړي.
دغه راز یادو مشرانو خپلې ستونز او غوښتنې شریکې کړې او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ورته د رسېدنې ډاډ ورکړی دی.