
کابل ټیلیګراف – ۲۲ کب د ۱۴۰۳ لمریز کال
ډونالډ ټرمپ د بیا ځلې واکمنېدو سره سم پر افغانستان د یو شمېر مرستو بندیزونه ولګول، چې د نړیوالو صحي بنسټونو لپاره یې د امریکا مرستې محدودې کړې.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي، د بوديجې کمښت او د بهرنیو مرستو محدودېدل د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د دغه بنسټ په ملاتړ ۱۸ د درملنې مرکزونه خپل فعالیت ودروي.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مهال یوازې ۱۴ کلینیکونه کافي مالي سرچینې لري چې تر بلې میاشتې فعالیت ته دوام ورکړي، خو که نوی مالي ملاتړ ترلاسه نه کړي دا مرکزونه به هم و تړل شي.
دغه صندوق همداراز زیاته کړې چې یاد ۳۲ کلینیکونه یوازې د جنورۍ په میاشت کې له ۱۳۴ زرو زیات ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کې، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د امریکا او نورو نړیوالو بنسټونو مرستې لا نورې محدودې شوې، او دا محدودیتونه تر اوسه دوام لري، چې د روغتیا، زده کړو، او بشري مرستو پروګرامونه سخت اغېزمن کړي دي.