
کابل ټیلیګراف – ۲۳ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
په پکتیکا د طالبانو سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې وسلهوالو غلو د صرافۍ یو مارکېټ لوټلی، یو ساتونکی یې وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
په پکتیا کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د دغه ولایت د صرافانو زاړه مارکېټ کې شوې ده.
سرچېنې لیکلي، په دې اړه کره معلومات نشته دي چې صرافانو څومره پیسې لوټلي دي.
خو یوه بله سرچېنه کابل ټیلیګراف ته وایي چې صرافانو له یاد مارکیټ څخه تر شاوخوا یو لک ډالره لوټلي دي.