
( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د ټولګټو چارووزارت اعلان کړی، چې د المان «ترستکو میدل ایست» شرکت په افغانستان کې د سړکونو د جوړولو په برخه کې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د دغه شرکت مسوول د طالبانو د ټولګټو چارو سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سړکونو برخه کې دغه لیوالتیا څرګنده کړې.
د طالبانو د ټولګټو چارو سرپرست محمد عیسي ثاني د دې موضوع هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اوس په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی.
هغه وایي، افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو لپاره په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د سړک جوړونې په برخه کې د پانګونې زمینه برابره ده.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د غور – هرات او بادغیس – فاریاب سړکونه د افغانستان له مهمو سړکونو څخه دي چې جوړولو ته اړتیا لري.