خبرونهنړۍ

د کډوالو د ځای پر ځای کولو له امله د نیویارک ښار د هوټلونو په اړه څېړنې پیل شوي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د نیویارک ټایمز او ګارډین ورځپاڼو راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ د نیویارک ښار هوټلونو په اړه، چې کډوال په کې ځای پر ځای شوي، خپلې څېړنې پیل کړې دي.

د امریکا د عدلیې وزارت د احضاریې په لېږلو سره د دغو هوټلونو څخه د کډوالو د نومونو بشپړ لېست غوښتی دی.

نیویارک ټایمز او ګارډین راپور ورکړی چې دوی د دې احضاریې یوه کاپي ترلاسه کړې، چې د نیویارک د منهټن سیمې یوه هوټل ته لېږل شوې ده.

نیویارک ټایمز ویلي چې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت څارنوالانو د چاندلر هوټل څخه غوښتنه کړې چې د دې هېواد د کډوالو قوانینو د یوې «سرغړونې» په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي.

په دې احضاریه کې د عدلیې وزارت د هغو کسانو او بنسټونو نومونه هم غوښتي چې د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو پروګرام یې تمویل او مدیریت کړی دی.

د عدلیې وزارت او د نیویارک ښاروالۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.