
( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
سرچینې وایي، د فال جیمز په نوم یو برطانیوي وګړی چې کندهار ته د سیاحت لپاره تللی وو، د اسلام په مبارک دین یې ایمان راوړی او مسلمان شوی دی.
دغه سرچینې زیاته کړه، د نوموړي نوی نوم ادریس اېښودل شوی او ویلي، چې له دې وروسته به د اسلام مبارک دین د اصولو سره سم ژوند وکړي.
دوه ورځې وړاندې په ننګرهار کې هم یوه بهرني سیلاني د اسلام مبارک دین قبول کړ او ایمان یې راوړ.
د یادونې وړده، چې وروستیو کې افغانستان ته اکثریت سیلانیان بېرته د ستنیدو پر مهال په اسلام مبارک دین ایمان راوړي.