
( کابل ټيليګراف (کب ۲۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
وروسته تر هغې چې په امریکا کې د سویلي افریقا سفیر د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه وکړه او هغه ېې په نژاد پرستۍ تورن کړ د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په خپل ایکس پاڼې لیکلي دي چې تر دې وروسته د دوي لپاره د سویلي فریقا سفیر ابراهیم رسول نامطلوب عنصر دی ، روبیو زیاته کړې چې ابراهیم رسول له ټرمپ او له هغې له سیاست څخه کرکه لري.
په امریکا کې د سوېلي افریقا سفیر ابراهیم رسول په جوهانسبرګ کې د بهرني سیاست په تړاو یوه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روانو سیاستونو سختې نیوکې کړې وې، ابراهیم رسول په خپلې وینا کې د سوېلي افریقا د املاکو مصادرې قانون پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ د وروستیو سیاستونو او له ایران او حماس سره د دغه هېواد د اړیکو په تړاو هم خبرې کړې وې.
تر دې همدې نیوکو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ایکس کې وویل چې ابراهیم رسول د متحده ایالاتو او د ټرمپ پر ضد نظر لري او تر دې وروسته دوي ته د هرکلي وړ نه دی نوموړي زیاته کړې چې
مونږ د بحث لپاره هېڅ موضوع نهلرو، نو هغه یو نامطلوب عنصر ګڼل کېږي نامطلوب عنصر په نړیوال قانون کې یوه اصطلاح ده چې ښايي د یوه دولت لهخوا د نورو دولتونو د وګړو په ځانګړې توګه د ډېپلوماتانو لپاره وکارول شي او څوک چې نامطلوب عنصر ګڼل کېږي، کوربه هېواد ته د ننوتلو یا پهکې د استوګنې حق نه لري تر دې مهال معلومات نه دي ورکړل شوي چې ابراهیم رسول په له امریکا ویستل شوی کنه او نه یې تر دې مهاله یې کوم غبرګون هم نه دی ښکاره کړی.