لوبې
افغانستان ساحلي فوټبال کې سعودي عربستان ته ماته ورکړه

( کابل ټيليګراف (کب ۲۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د افغانستان ساحلي لوبدله ملي لوبډله چې اوس په تایلېنډ هیواد کې د ۲۰۲۵ کال آسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره هلته تللی په یوه دوستانه لوبه کې یې سعودي لوبډلې ته دوه دری ماتې ورکړه
په دې لوبه کې د افغان لوبډلې لپاره اکبر بهادري، فهیم حیدري او سعید سیاسی ګولونه ووهل.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د هېواد د فوټبال د ملي لوبغاړو د لا ښه چمتووالي په موخه تمریناتي کمپ او دوستانه لوبې پېل کړي، څو افغان لوبډله وکولای شي د ۲۰۲۷ کال د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د غوراوي پړاو سیالیو کې خپل پیاوړی شتون ولري.