سیمه

مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر یوه چاودنه کې سخت ټپي شوی

( کابل ټيليګراف (کب ۲۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په ټولنیزو رسینو کې د سختیو ویناوو او پر نورو دیني علماوو د نیوکو له امله مشهور دیني عالم مفتي شاکر د مازیکر لمانځه پر مهاله چاودنه شوې چې د نوموړي په ګډون پکې پنځه  تنه ټپیان دي.

د ورکړو شویو معلوماتو له مخې نوموړی په نازک حالت کې روغتون ته انتقال شوی دی

د پېښې پر مهال عیني شاهدانو کابل تلیګراف ته وویل چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې مفتي منیر شاکر د پېښور د اورمړ تهاڼې په ميره کچوړي ساحه مسجد ته د مازیګر لمانځه لپاره راغلی و او مسجد ته داخلیدو پر مهال چاودنه پرې وشوه

یو عیني شاهد ګلاب خان راته وویل چې دوي مسجد ته د لمانځه لپاره راغلي ول  چې یو دم چاودنه شوه  چې دوي سخت ورخظا کړل خو وروسته یې ولیدل چې مولوي منیر شاکر او نور مقتدیان پکې ټپیان دي

منیر شاکر څو ورځې وړاندې په يوې ويډيو کې ویل و ، چې له  هر لوري امنيتي ګواښونو سره مخ دی

نوموړی په دې ويډيو کې ځايي پاکستاني امنيتي ادارې مسوولې یادې کړې وې ، چې له يوې خوا ورته د امنيتي ګواښونو خبرداري ورکوي او له بلې خوا يې د هغه له ساتونکو څخه وسلې ټولې کړې دي.

هغه د خپلې توندې لهجې، بيانونو او پخوا د يوې ځانګړې وسله والې ډلې د مشرۍ له امله ګڼ پلويان او منتقدين لري.

تراوسه پورې د دې چاودنې مسولیت کوم چا پر غاړه نه دی اخیسته خو شااو خوا شل ورځي وړاندې د حقانیه مدرسې مشر حامدالحق په یو ځانمرګۍ برید کې ووژل شو چې مسولیت یې د اسلامي دولت نومې ډالۍ پر غاړه اخیستی و