د کډوالۍ نړیوال سازمان: د افغانستان نیمايي نفس بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

کابل ټيليګراف (کب ۲۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د اروپايي تحادیې په مرسته یې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له ۲۰۲۳ کال رهیسې تر دې مهاله پورې نږدې ۲۰۰ زره افغانانو ته بشري مرستې چمتو کړي دي.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې یادې مرستې یې تر ډیره له پاکستان څخه د جبري اېستل شویو کډوالو او په هرات کې له زلزله ځپلو سره شوې دي.
دې سازمان زیاته کړې ده چې یادې مرستې یې په ۲۰۲۴ کال کې پای ته رسېدلي چې په هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار ولاییتونو کې له ۱۹۰ زره زیاتو تازه راستنو شویو کډوال له دې مرستو څخه ګټه پورته کړې ده
د کډوالو نړیوال سازمان ویلي، چې یادې مرستې د موقت اوسیدو ځای، خواړو، د ټرانسپورټ لپاره نغدې پیسې، روغتیا او ټولنیز ملاتړ په برخو چمتو کړې وې
په افغانستان کې د اورپايي ټولنې د بشري مرستو د دفتر مشر فرانسو ګویمانز بیا زیاته کړې چې په داسې وخت کې چې اقتصادي ستونزې او د اقلیم د بدلون مخ په زیاتیدونکې اغیزې په ټولنه کې ډیرېږي، نو اروپايي ټولنه په افغانستان کې د یو پیاوړي، باوري او ژمن بشري ملګري په توګه رادانګي. د اروپايي ټولنې بشري مرستو د کډوالۍ سازمان ته دا توان ورکړی چې د ژوند ژغورنې کار ته دوام ورکړي، په سلګونو زره افغانانو ته چې سختې اړتیا لري ورسیږي.
د کډوالو نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې افغانستان د ۲۰۲۵ کال د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان له مخې په نړیواله کچه له سوډان وروسته د بشري بحران سره دوهم لاس او ګریوان هېواد دی او نږدې نیمايي نفس یې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.