سیمه

مفتي منیر شاکر په بمي چاودنه کې له ټپي کېدو وروسته ساه ورکړه

کابل ټيليګراف (کب ۲۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په ټولنیزو رسینو کې د سختیو ویناوو او پر نورو دیني علماوو د نیوکو له امله مشهور دیني عالم مفتي شاکر مازیکر مهال مسجد ته د ننوتلو پر وخت چاودنه پرې وشوه چې پکې نوموړی سخت ټپي شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه

د ورکړو شویو معلوماتو له مخې نوموړی په ټپي حالت روغتون ته لېږدول شوی و، خو حالت يې د ډاډ وړ و.

پر نوموړي نن مازیکر د پېښور د اورمړ تهاڼې په ميره کچوړي ساحه کې مسجد ته د داخلېدو پر مهال چاودنه شوې وه چې منیر شاکر او د هغه څلور مقتدیان یې ټپیان کړل چې وروسته نوموړي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه نوموړی د مازیکر لمانځه لپاره یاد مسجد ته تللی و

هغه څو ورځې وړاندې په يوې ويډيو کې ویل و ، چې له  هر لوري امنيتي ګواښونو سره مخ دی

نوموړی په یوه ويډيو کې ځايي پاکستاني امنيتي ادارې مسوولې یادې کړې وې ، چې له يوې خوا ورته د امنيتي ګواښونو خبرداري ورکوي او له بلې خوا يې د هغه له ساتونکو څخه وسلې ټولې کړې دي.

هغه د خپلې توندې لهجې، بيانونو او پخوا د يوې ځانګړې وسله والې ډلې د مشرۍ له امله ګڼ پلويان او منتقدين لري.

تراوسه پورې د دې چاودنې مسولیت کوم چا پر غاړه نه دی اخیسته خو شااو خوا شل ورځي وړاندې او حقانیه مدرسې مشر حامدالحق په یو ځانمرګۍ برید کې ووژل شو چې مسولیت یې د اسلامي دولت نومې ډالۍ پر غاړه اخیستی و