
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د خیبر پښتونخوا پولیس وايي چې باجوړ سیمه کې ناڅرګندو وسله والو کسانو د حاجي مراغظم خان په نوم د عوامي نشنل ګوند يو ځایي مشر وژلی دی؛ خو داعش وسله والو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.
ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي چې میراعظم د باجوړ په خزانې موړ سیمه کې پر موټرسایکل خپل کور ته روان و چې ناڅرګندو وسله والو کسانو پرې ډزې کړې دي.
خو له دغه برید څو ساعته وروسته د اسلامي دولت خراسان څانګې (داعش) وسله والې ډلې د دغه هدفي برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.
د عوامي نشنل ګوند (ANP) یوه مرکزي غړي میا افتخار حسین باجوړ کې د دغه ګوند د ځايي مشر وژل کېدل تایید کړي او وايي، هغه بې ګناه و او له هېچا سره یې شخصي بدي نه درلوده.










