افغانستانخبرونه

 د قوش تېپې کانال د لومړي فاز، لومړي لاټ چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي

کابل ټیلیګراف – ۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د دولتي شرکتونو رياست وايي چې د قوشتېپې کانال د چارو له پيل څخه تر اوسه د دغه کانال د لومړي فاز، د لومړي لاټ کارونه ۹۸ اعشاریه ۱۹ سلنه بشپړ شوي دي او دغه راز د دغه فاز د سربند، د سربند د نورو برخو، دېوالونو او دولت اباد پول چارې هم له ۸۳ سلنه ډېرې مخته تللې دي.

د طالبانو د دولتي شرکتونو (د امارتي شرکتونو لوی ریاست) رييس مولوي احمد جان بلال چې نن يې د دغه ریاست د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو د حکومت د رسنيو دفتر کې خبري کنفرانس ته خبرې کولې دا معلومات شریک کړل.

هغه وويل: «دکار د پیل راهيسې د قوش تيپې کانال د لومړي فاز اول لاټ چارې ۹۸.۱۹ سلنه پرمخ تللې دي. همدارنګه د لومړي فاز د سټرکچرونو (سربند، د سربند د لاندني او پورتني برخو د تحکيماتي ديوالونو او دولت آباد پُل) چارې ۸۳.۲۳ سلنه مخ ته تللې دي.»

د يادونې وړ ده چې د ياد کانال د دوهم فاز د کېندنې کارونه ۹۴ سلنه پرمختګ او د سټرکچرونو (پلونه او ريګاليتورونه) چاري ۴۶.۵۰ سلنه پرمختګ لري.