
( کابل ټيليګراف (کب ۲۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
وروسته تر هغې چې په پېښور کې په یوه بمي چاودنه کې مشهور مفتي منیر شاکر ووژل شو په داخل او بهر کې د هغه د مینه والو له سخت غبرګون سره مخ شو او د هغه وژنه یې د پښتنو لپاره ستره ضایع بللی ده
د پښتنو ژرغونې غورځنګ چې مفتي شاکر یې یو له طرفدارانو څخه مشر یې منظور احمد پشین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلی
((د ظلم او جبر پر خلاف یو قوي غږ، ښاغلی مفتي منیر شاکر، په شهادت ورسول شو))
نوموړي زیاته کړې چې هغه وخت چې حاکم چې موخه یې د پاکستان حکومت دی په ریښتا ویلو سرونه پرې کول زموږ د ځوانانو سرونه پرې شول خو ټيټ نشول او خپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ
پشین زیاته کړې چې په دې پېښه ټول ملت خفه او غمجن دی او زیاته کړې یې ده چې د مفتي شاکر له کورنۍ سره په هر ډګر کې ولاړ دي د او ملاتړ به یې وکړي
یاده دې وي چې مفتي شاکر د شنبې په ورځ مازیګر مهال مسجد ته د داخلېدو پر مهال په یوه بمي چاودنه کې لومړی سخت ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه