افغانستانخبرونه

افغان لوبغاړي د بلجیم اوپن سیالیو د سپینو زرو مډال وګاټه

کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د افغانستان د ټکوانډو پخواني لوبغاړي، فرزاد منصوري د بلجیم اوپن سیالیو د سپینو زرو مډال وګټه.

۲۳ کلن منصوري تېر کال هم دغو سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی و.

د بلجیم اوپن سیالۍ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د ټکوانډو لوبغاړو په ګډون د بلجیم په کوربتوب ترسره شوې.

فرزاد منصوري د المپیک نړۍوالې کمېټې د کډوالو په لوبډله کې هم و.

هغه دغو سیالیو کې یې له فرانسې او هالنډه د خپلو سیالانو په ماتولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه خو په ۸۰ کیلو ګرام وزن سره یې پایلوبه کې د سرو زرو مډال ته د رسېدو لپاره له خپل امریکایي سیاله ماتې ومنله.