
( کابل ټيليګراف (کب ۲۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر نېږدې یوه کال کې يې له قزاقستان سره سوداګريزه راکړه ورکړه تر ۴۳۰ ميلیون ډالرو رسېدلې ده.
په دغو راکړو ورکړو کې د افغانستان صادارات یوازې ۴۵ میلیون ډالر دي او پاتې نور یې له قزاقستان څخه واردات دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد اخوندزاده وايي هڅه کېږي چې د پاکستان پر ځای پر بديلو سوداګريزو لارو او هېوادونو غور وکړي چې اوسمهال تر ډېره له قزاقستان سره د راکړې ورکړې کچه لوړه شوې ده.
دی وايي، د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې له دغه هېواد سره د سوداګريزې راکړې ورکړې کچه ۴۳۰ ميليون ډالرو ته رسېږي چې ۴۵ ميليونه يې د افغانستان صادارات او نور يې واردات دي.
دی وايي، په دغو سوداګريزو راکړو ورکړو کې له قزاقستان څخه د اوړو او غوړیو او له افغانستان څخه د وچې اوتازه مېوې سوداګري شامل ده.