افغانستانخبرونه

افغانستان د هوايي دهليز له لارې د ۲۹۲ ميليونه ډالرو په کچه صادرات او واردات کړي

( کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په يوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د روان لمريز کال په ترڅ کې له درې هوایي ډګرونو څخه له لسو زیاتو هېوادونو ته د ۲۹۲ میلیونه ډالرو په کچه صادرات او وردات کړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان صادرات او واردات د کابل، کندهار او بلخ د هوايي ډګرونو له لارې د اتريش، اردن، هسپانيا، متحده عربي اماراتو، اندونيزيا، انګلستان، امريکا، جنوبي افريقا، المان، چين، هند او نورو هېوادونو سره ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان د صادراتو او وارداتو ټوليز ارزښت د هوايي دهليز له لارې په روان کال کې ۲۹۲ ميليونه ډالرو ته رسېږي، چې له دې جملې ۱۲۵ ميليونه ډالره يې صادرات او ۱۶۷ ميليونه ډالره يې واردات تشکيلوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د صادراتو عمده توکي وچې مېوې، زعفران، وچې او تازه انځرې، عناب، تور جلغوزې، نوې جامې، لاسي صنايع او نور توکې دي، دغه راز د وارداتو عمده توکي بيا بېلا بېل درمل او برقي وسايل دي.»

په دغه اعلامیه کې وضاحت ندی ورکړل شوی، چې د روان کال واردات او صادرات د تیر کال په پرتله زیات او که کم شوي دي.