افغانستانخبرونه

ترمپ او پوتین د اوکراین جګړې پای ته رسولو په اړه خبرې کوي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له خپل روسي سیال، ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د روانې جګړې د ختمولو په اړه روانه اونۍ خبرې کوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چی ټرمپ هڅه کوي د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د پوتین ملاتړ ترلاسه کړي، هغه چې اوکراین تېره اونۍ منلی دی.

ټرمپ تازه ټينګار کړی چې امکان لري، دغه خونړۍ جګړه ودریږي.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې، روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، چې دا جګړه تر اوسه روانه ده. لویدیځ هېوادونو، په ځانګړي ډول امریکا، د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړی، په داسې حال کې چې روسیه د خپلو نظامي عملیاتو د دوام لپاره هڅې کوي.