افغانستانخبرونه

طالبانو د یوان‌ډي‌پي له مشر سره د چاپیریالي پروژې د پلې کېدو په اړه خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د طالبانو چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رئیس سره د چاپېریالي پروژو د تطبیق په هکله خبرې وکړې.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام  (UNDP)له رئیس ښاغلي سټیفن سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د د نږدې لس میلیونه ډالرو په ارزښت د نړیوالو چاپېریالي اسانتیاوو صندوق (GEF) له لوري د تصویب شوې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په تړاو نړۍوالو کنوانسیونونو ته د یو شمېر وړاندیز شوو پروژو په هکله بحث او خبرې وشوې.

یادې ادارې لیکلي چې ‎ډواړو لوریو د اقلیمي بدلون او چاپېریالي پروژو د تطبیق د څرنګوالي په تړاو هر اړخیز بحث او خبرې وکړې او پر ګډ کار او همغږۍ ټینګار وشو.