خبرونهلوبې

په اسټرالیا کې د کرکټ یو مسلمان لوبغاړی د سختې ګرمۍ له امله د لوبې پر مهال ومړ

( کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د اسټراليا اېډيلېډ ښار کې د تودوخې څپې پر مهال په یوه لوبه کې د جنید ظفر په نوم یو ۴۰ کلن مسلمان لوبغاړی مړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، کله چې سيالۍ روانه وه، د تودوخې درجه ۴۱.۷ سانتي ګرېډ وه، د اولډ کونکورډيا کرکټ کلب دغه لوبغاړي لومړی ۴۰ اوورونه په ميدان کې فلډینګ وکړ او وروسته یې ۷ اورونه توپ وهنه وکړه.

د اسټرالیایي رسنيو په وينا، کله چې یاد لوبغاړی د توپ وهنې پر مهال په ميدان کې ولوېد، سمدستي امبولانس وغوښتل شو او طبي عملې د سي پي آر هڅه وکړه، خو دوی د جنيد ظفر ژوند ونه شو ژغورلی.

د دغه لوبغاړي يوه ملګري رسنيو سره په خبرو کې وويل: جنيد ظفر خان روژه نيولې وه، خو د سيالۍ په ورځ هغه د اوبو څښلو پر مهال لیدل شوی دی.

د اېډيلېډ ټرف کرکټ اسوسيېشن د قوانينو له مخې، که د تودوخې درجه له ۴۲ سانتي ګرېډ څخه پورته شي، سيالۍ لغوه کېږي، او که درجه له ۴۰ څخه پورته وي، نو د ځانګړو احتياطي تدابيرو سره سيالۍ ترسره کېږي.

د اسلامي ټولنې مشر ویلي، د جنيد ظفر خان د مړينې کوم رسمي لامل ندی روښانه شوی او داسې شواهد هم نشته چې روژه نیول دې د ناڅآپي مړینې لامل شي.